• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې په موخه ۴ولایتونو کې د عامه پوهاوي او نظارتي برنامې ترسره شوې
د چاپېریالي معیارونو د پلي کېدو په موخه د څارنو او همغږۍ لړۍ دوام لري
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې او اسیند مؤسسې ترمنځ د اوبو او زبالو د مدیریت په برخه کې تفاهم‌لیک لاسلیک شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په هکله جوړیدونکي نړیوال کنفرانس په تړاو مطبوعاتي کنفرانس ترسره شو

slider-image

۱۴۴۵کال د رجب۲۴مه/ کابل
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او لوړو زده کړو وزارت له خوا ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په هکله جوړیدونکي نړیوال کنفرانس د جزیاتو او معلوماتو د شریکولو په هکله نن دوشنبه د ۱۴۰۲کال د سلواغې په ۱۶مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس ترسره کړ.


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مالي او اداري چارو معین مولوي عبدالسلام حقاني ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په هکله جوړیدونکی نړیوال کنفرانس باارزښته وباله او هیله یې وښوده چې له پایلو څخه به د پالیسیو په جوړولو کې ترې اعظمي ګټه پورته کړي. ده زیاته کړه: اوسمهال اقلیمي بدلون یوه ملي او نړیواله موضوع ده چې د ناوړه اغېزو څخه یې د ځنګلونو، وحشي ژوو، ژوند بڼو، نباتاتو او انسانانو سربېره هر ساکښ اغیزمن دی.


ښاغلي حقاني وویل: د اقليمي بدلون له امله افغانستان تر ټولو اغیزمن هېواد دی په داسې حال کې چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کیدو کې هیڅ ونډه نه لري.
نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات سیاسي نه کړي؛ ځګه د اقلیمي بدلون د ناوړه اغیزو څخه تر ټولو زیانمن خلک بشري ټولنې دي او دا د افغانستان حق دی چې مخ پر ودې هېوادونه افغانستان ته د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو غرامت ورکړي.


ښاغلي حقاني وویل: د افغانستان اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د خپل ملت د ساتنې او هوساینې لپاره له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي. ده د لوړو زده کړو وزرات او ننګرهار پوهنتون له دې نوښت څخه چې په یوه مهمه موضوع یې نړیوال کنفرانس جوړ کړی مننه او قدردانی وکړ.

|د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د یاد کنفرانس د جوړیدو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: راتلونکې اونۍ به ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو نړیوال کنفرانس جوړ شي چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي، د کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو استادان او متخصصین به پکې په حضوري او انلاین بڼه ګډون وکړي.


ښاغلي خیرخواه اقلیمي بدلون یوه حیاتي او د افغانستان په ملي قضایاوو کې شامله موضوع وبلله او دا یې د علمي بنسټونو مکلفیت وباله چې د علمي څېړنو په پایله کې اهم موضوعات را برسیره او خلک یې د عواقبو خبر کړي.


په دې کنفرانس کې به په ملي او نړیواله کچه د پوهنتونونو استادان او متخصصین برخه واخلي او خپلې څېړنې به له ګډونوالو سره شریکې کړې. تر اوسه ۲۵۰ علمي مقالې شریکې شوې چې له دې جملې څخه ۱۴۰ مقالې او څېړنې منل شوې دي چې تر هر اړخیز بحث وروسته به  افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې په برخه کې د پالیسیو او ستراتیژیو په جوړولو کې ترې کار واخیستل شي.
د کنفرانس په وروستیو کي د خبریالانو پوښتنو ته د اړونده مسؤلینو له لوري ځوابونه وویل شوه.

Feb 5, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021