• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

په کونړ او کندهار کې سلګونو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو
په ننګرهار کې د رونا معدن شرکت د نفرایټ ډبرو د استخراج له ساحې څخه بیاځلي چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
کونړ کې د یخچالونو او ایرکنډیشنونو د ترمیم له ورکشاپونو څخه نظارت وشو
لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

slider-image

۱۴۴۸کال د ربیع الثاني‌ ۲۸مه/ کابل

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې له‌خوا د (EPTDO) مؤسسې په ګډه همکارۍ نن یک‌شنبه د ۱۴۰۵ل کال د تلې په ۱۹مه نېټه رویا کانتینینټل هوټل کې د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو د کورنیو مؤسسو استازو او کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د یوناما، ملي او نړۍوالو مؤسسو استازو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصینو او رسنیو استازو ګډون کړی وو.

یاد ورکشاپ د قران عظیم الشان مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو ورپسې د (EPTDO) مؤسسې رئیس عبدالهادي اڅکزي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د ورکشاپ د موضوعاتو او اهمیت په هکله یې ګډونوالو ته وینا وکړه. نوموړي وویل چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان له یوه لوی بحران سره مخ دی چې د حل لپاره یې باید ملي او نړۍوالې مؤسسې له اړوندو حکومتي ادارو سره په ګډه کار وکړي.

د (EPTDO) مؤسسې رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو څخه زیات اغیزمن هېواد دی چې له بده مرغه د نړۍوالو لخوا د ۵کلونو را په دیخوا تخنیکي او مالي مرستې نه دې شوې او هر څه بند دي، ده ټینګار وکړ چې اقلیمي بدلون ته باید د فردي مسوولیت په توګه وګورو او موږ ټول باید خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړو.

 د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع الحق خالص د ګډونوالو هرکلی وکړ او مننه یې ترې وکړه چې په دې روزنیز ورکشاپ کې یې برخه اخیستې.

عمومي رئیس زیاته کړه چې ټول ژوندي موجودات خصوصاً انسانان یو سالم چاپېریال ته ضرورت لری چې پخپله انسان کولی شي چاپېریالي وضعیت سمې خواته بوځي او یا یې خرابه کړي؛ نو اړینه ده چې انساني کړنې باید د چاپېریال د ویجاړتیا لامل نه شي.

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس وویل چې اوسمهال د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه افغانستان تر ټولو زیانمن هېواد دی؛ ځکه اکثره افغانان په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. ده وویل چې د اوبو کمېدل، د تودوخې درجې لوړیدل او د طبیعي یخچالونو ویلې کېدل د اقلیمي بدلون لاملونه دي چې د حل لپاره یې د ملت، حکومت او نړۍوالو ارګانونو ګډ کار ته ضرورت ده؛ ترڅو وکولی شو مخکې قدمونه واخلو.

ښاغلي خالص ټینګار وکړ چې خلک، نظام، ملي او نړۍوال بنسټونه باید په ګډه عملي اقدامات ترسره کړي؛ ترڅو وکولی شو خوندي چاپېریال رامنځته کړو. نوموړي زیاته کړه: که چېرته چاپېریالي موضوعاتو ته پاملرنه و نه شي؛ نو ډيرې ستونزې به رامنځته شي.

عمومي رئیس پر نړۍوالو غږ وکړ چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کوي، چاپېریالي مسایلو ته دې د بشري ناورین په سترګه وګوري؛ ځکه د چاپېریالي ګواښونو او اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو څخه ولسونو ته زیان رسیږي. عمومي رئیس ټینګار وکړ چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه مبرم ضرورت او د ټولو مسوولیت دی چې ګډ کار وکړو.

نوموړي پر ملي او نړۍوالو مؤسسو غږ وکړ چې په خپلو طرحو، پروپوزلونو او د پروژو په تطبیق کې دې چاپېریالي مسایلو ته لومړیتوب ورکړي، ادارې لګښتونه دې راکم کړي د ولسونو په خوښه او مؤثریت په پام کې نیولو سره دې خپل فعالیتونه ترسره کړي.

د ورکشاپ په لړ کې د یوناما استازې آغلې کاسا ویکسټوم هم د اقلیمي بدلون په تړاو خبرې وکړ او ټینګار یې وکړ چې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې باید ګډ کار وشي، همغږي او همکاري باید پیاوړې شي.

د یادونې وړ ده چې یاد ورکشاپ به درې ورځې دوام ولري او ګډونوالو ته به د متخصصینو او کارپوهانو له لوري د اهمو چاپېریالي موضوعاتو او مالي میکانیزمونو په هکله هر اړخیز معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې شي.

Oct 12, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021