• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

مطبوعاتي اعلامیه

slider-image

۱۴۴۶ق کال د محرم ۱۰مه
له بده مرغه تېره ورځ د روان ۱۴۰۳هـ ش کال د چنګاښ په ۲۵مه نېټه په ننګرهار ولایت او د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې د شدیدو سېلابونو او طوفانونو له امله زموږ ګڼ شمېر هېوادوال ټپیان او شهیدان شوي دي!
 إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ﴿۱۵۶﴾ الله تعالی دې شهیدانو ته جنت الفردوس او ټپیانو ته عاجله او کامله شفا ورکړي. دا زموږ ټولو مشترک درد دی او په دې غم کې ځان شریک بولو.
قدرمنو هېوادوالو!
اقلیمي بدلون اوسمهال یوه نړیواله او سیمه ییزه ننګونه ده، چې د ایکوسیستم ثبات یې ګډوډ کړی او د ټولنې د ژوند ټول اړخونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي چې په پایله کې د اقتصاد او د خلکو د ژوندانه د فشار لامل شوی دی.
سره له دې چې افغانستان د اقلیمي بدلون او ګلخانه يي ګازونو په خپرولو کې ډیر کم رول لري؛ خو د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډیر زیات اغېزمن هېواد دی.  په دې وروستيو کې په هېواد کې شدید سېلابونه، طوفانونه او سخت ورښتونه د اقليمي بدلون د ناوړه اغېزو ژوندۍ بېلګې دي.
د اقلیمي بدلون له امله له نړیوالو ننګونو سره مقابله د حکومتونو ګډ کار ته اړتیا لري. د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د غړو د مسؤلیتونو او مکلفیتونو له مخې پرمختللی هیوادونه چې د دویمې ضمیمې په ډله کې شامل دي،  مکلف دي چې کم ودې هېوادونو ته مالي سرچینې او له اقلیمي بدلون سره سازګاره ټیکنالوژي چمتو کړي؛ ترڅو د اقلیم بدلون سره سازښت وکړي.
صنعتي او پرمختللي هیوادونه د ګلخانه یي ګازونو د اخراج تاریخي تمایل او د دوی بشپړ اقتصادي ودې په پام کې نیولو سره اړ دي چې د هغو ټولنو چاپیریالي حقونو ته درناوی وکړي چې د اقلیم د بدلون او د اقلیم عدالت اغیزو ته زیان رسوي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره د خپلو کاري مسوولیتونو له مخې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنوانسیون او د پاریس تړون د موخو او مکلفیتونو پلي کولو ته ژمنه ده اوسمهال افغانستان له تخنیکي او مالي مرستو د ترلاسه کولو پرته د چاپیریالي کنوانسیونونو او پروتوکولونو اهداف پلي کوي؛ که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د اوبو د مدیریت، کرنې، ځنګلونو، انرژۍ او ژوند بڼو په برخو کې د اقلیمي بدلون د اغیزو په وړاندې د انعطاف د زیاتولو په موخه د ملي بودیجې له لارې ګڼې پروژې لري؛ خو د چاپېریالي حقوقو او د اقلیم عدالت د تامین له مخې باید د اقلیمي بدلون په برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې ژر تر ژره بیا پیل شي او د دې سربېره باید افغانستان د نوي تاسیس شوي صندوق په شمول د اقلیمي بدلون په برخه کې ټولو مالي میکانیزمونو او سرچینو ته لاسرسی ومومي؛ همدا راز موږ تمه لرو چې افغان پلاوي ته د اقلیمي بدلون اړوند سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړل شي؛ ترڅو د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو په تړاو خپل غږ تر نړۍوالو ورسوي.

والسلام

د چاپېریال ساتنې ملي اداره

Jul 16, 2024

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021