• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

په کونړ او کندهار کې سلګونو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو
په ننګرهار کې د رونا معدن شرکت د نفرایټ ډبرو د استخراج له ساحې څخه بیاځلي چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
کونړ کې د یخچالونو او ایرکنډیشنونو د ترمیم له ورکشاپونو څخه نظارت وشو
لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

لغمان کې د سمسورتیا د پراختیا په برخه کې د قوریه لرونکو اتحادیې مشرتابه او غړو هڅې وستایل شوې

slider-image

۱۴۴۷ کال د ذوالحجې ۲۴نېټه/لغمان

د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د نیالګیو کېنولو موسم پر مهال د سمسورتیا د پراختیا په برخه د یاد ولایت د قوریه لرونکو اتحادیې د مشرتابه او غړو د اغېزمنو فعالیتونو او لاسته راوړنو د قدردانۍ په موخه ځانګړې غونډه جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د اتحادیې مشرتابه او غړي په ستاینلیکونو ونازول شول.

د غونډې په پیل کې د لغمان ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس حاجي احمدشاه ابراهیم وینا وکړه او ویې ویل: «د مثمرو او زینتي نیالګیو کېنول او د شنو سیمو پراختیا د چاپېریال ساتنې له مهمو موخو څخه دي، ځکه نیالګي د هوا د ککړتیا په راکمولو، د اکسیجن کچې په لوړولو، د اقلیم په ښه والي، د تودوخې په راکمولو، د خاورې د تخریب په مخنیوي، د باراني اوبو په جذب، د سیلابونو د خطر په کمولو او د مرغانو او نورو ژوو لپاره د مناسب استوګنځای په برابرولو کې مهم رول لري. همدارنګه د ښارونو او کلیو ښکلا زیاتوي، د خلکو د فزیکي او رواني روغتیا په ښه والي کې مرسته کوي او د تفریح او ټولنیزو فعالیتونو لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کوي.»

ورپسې د قوریه لرونکو اتحادیې په استازیتوب استاد محمد اسحق پیکان خبرې وکړې او ویې ویل چې د لغمان ولایت د قوریه لرونکو اتحادیې غړي هر کال په سلګونو زره مثمر، غیرمثمر او زینتي تصدیق شوي او اصلاح شوي نیالګي په مسلکي ډول تولیدوي.

ښاغلي پیکان زیاته کړه چې دغه نیالګي نه یوازې د لغمان ولایت د خلکو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته هم لېږدول کېږي، چې د شنو سیمو په پراختیا، د چاپېریال په سمسورتیا او د هېواد په ځان‌بسیاینې کې ارزښتناک رول لري.

د غونډې په پای کې د لغمان چاپېریال ساتنې ریاست د رئیس او کارکوونکو له لوري د قوریه لرونکو اتحادیې د مشرتابه او غړو د ارزښتناکو هڅو، د چاپېریال د سمسورتیا او د نهال‌شانۍ په برخه کې د هغوی د پام وړ ونډې د قدردانۍ په موخه ستاینلیکونه ورکړل شول او د هغوی له دوامدارو خدمتونو څخه قدرداني وشوه.

Jun 10, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021