• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د اسلو مؤسسې له مسؤولینو سره وکتل
میدان وردګو او پکتیکا کې د چاپېریال ساتنې په موخه څارنې وشوې
۴ ولایتونو کې د چاپېریال ساتنې په موخه نظارتي فعالیتونه ترسره شول
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې ریاست او امیر علي شیر نوایي پوهنتون ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک شو
ننګرهار کې د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت چاپېریالي ارزونه وشوه
خوست او کونړ کې د سرو زرو او نفرایټ کانونو د چاپېریالي وضعیت ارزونه وشوه
د طبي زبالو د تنظیم او مدیریت په موخه د ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو
د زمري ۲۴مه؛ د فتحې او الهي نصرت ورځ
د چاپېریال ساتنې او ناقانونه ښکار د مخنیوي په اړه سلګونو زده‌کوونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
لغمان کې د یاقوتو د استخراج کانونو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي او نظارتي فعالیتونه ترسره شول

slider-image

۱۴۴۸ کال د محرم ۲۸نېټه/ کابل-ننګرهار-کونړ-میدان وردګ

د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې ولایتي ریاستونو له لوري د عامه پوهاوي، چاپېریالي ارزونې او نظارتي فعالیتونو پر دوام، کابل، ننګرهار، کونړ او میدان وردګو ولایتونو کې یو لړ اقدامات ترسره شوي دي.

د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مفتي محمد عمر سالار او طلوع ټلوېزیون رئیس فریدالله محمدي تر منځ د چاپېریالي ستونزو د حل، د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په موخه کاري غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کې د رسنیو د اغېزمن رول، د عامه پوهاوي د پروګرامونو، لنډو مستندونو، پیغامونو او ګډو رسنیزو فعالیتونو د پراختیا په اړه هر اړخیز بحث وشو. دواړو لورو د چاپېریال ساتنې په برخه کې د دوامدارې همکارۍ او د عامه پوهاوي د پروګرامونو د لا پراختیا ژمنه وکړه.

د کانونو د استخراج په چارو کې د چاپېریالي اصولو د تطبیق په پار د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د ارزونې ټیم لخوا د ګوشتې ولسوالۍ د څپرې څلورم بلاک په سیمه کې د ګرین سټون په نوم د نفرایټ ډبرو د استخراج او پروسس شرکت له قراردادي ساحې څخه چاپېریالي ارزونه ترسره شوه. د ارزونې پر مهال د چاپېریالي وضعیت په اړه معلومات راټول شول او مسؤلینو ته د چاپېریال قانون او مقرراتو د تطبیق، ککړتیا د مخنیوي او د موجوده نیمګړتیاوو د اصلاح په اړه لازمې سپارښتنې وشوې. د شرکت مسؤلینو د چاپېریالي اصولو د بشپړ عملي کولو ډاډ څرګند کړ.

په همدې لړ کې د کونړ ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس ډاکټر محمدالرحمن صابر په مشرۍ نظارتي ټیم له لوري د مرکز اړوند نواباد بازار کې د احسان الله ځلاند په نوم روغتیایي کلینیک څخه نظارت ترسره شو. د څارنې پر مهال د طبي او عمومي کثافاتو د تفکیک، مناسب مدیریت او د چاپېریالي جواز د ترلاسه کولو وضعیت و ارزول شو او مسؤلینو ته د چاپېریالي اصولو او د کثافاتو د مدیریت په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست نظارتي ټیم له لوري د میدان‌ښار په سردار محمد داود خان ښارګوټي کې د یو شمېر سپتیک څاګانو د چاپېریالي وضعیت څارنه او ارزونه وشوه. د ارزونې پایلې د ښاروالۍ له ریاست سره شریکې شوې، ترڅو  موجوده ستونزې حل او کثافات ټاکل شویو ځایونو ته انتقال شي.

Jul 15, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021