• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

په کونړ او کندهار کې سلګونو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو
په ننګرهار کې د رونا معدن شرکت د نفرایټ ډبرو د استخراج له ساحې څخه بیاځلي چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
کونړ کې د یخچالونو او ایرکنډیشنونو د ترمیم له ورکشاپونو څخه نظارت وشو
لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د طبیعي منابعو د اهمیت، چاپېریال ساتنې او ښکار د مخنیوي په اړه ۵۰۰ ساتونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

slider-image

۱۴۴۸ کال د صفر المظفر ۸مه نېټه/ میدان وردګ

د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري د عامه پوهاوي برنامو پر دوام د دې ولایت د پولیسو د ښونیز او روزنیز مرکز له مسؤلینو سره په همغږۍ د اسلامي امارت شاوخوا ۵۰۰ ساتونکو ته د ښکار د مخنیوي، د طبیعي منابعو د اهمیت او چاپېریال ساتنې په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

یاد ورکشاپ د قرآن کریم مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شو. وروسته د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس مولوي الله محمد ذاکر ګډونوالو ته په وینا کې طبیعي منابع د هېواد ملي شتمني وبلله او ټینګار یې وکړ چې د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار او قاچاق مخنیوی، او د طبیعي منابعو ساتنه د ټولو امنیتي ځواکونو ملي او شرعي مسؤلیت دی.

هغه همداراز د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د (۱۱۴) ګڼې هدایت، چې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو د ښکار د مخنیوي په اړه صادر شوی، له ګډونوالو سره شریک کړ او له ساتونکو یې وغوښتل چې د هېواد په هره سیمه کې د چاپېریال ساتنې او طبیعي منابعو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ورکشاپ په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې ریاست د طبیعي میراثونو عمومي مدیر د طبیعي منابعو، وحشي ژوو او مرغانو د ارزښت، د ښکار او قاچاق د مخنیوي او نورو چاپېریالي موضوعاتو په اړه معلوماتي پرېزنټېشن وړاندې کړ.

د میدان وردګو ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له ټولو امنیتي مسؤلینو وغوښتل چې د وحشي ژوو، کبانو او مرغانو د ښکار او قاچاق په مخنیوي کې خپل مسؤلیت ادا کړي او له دې ریاست سره همکاري وکړي.

Jul 26, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021