• د عکسونو نندارتون
    • زموږ سره اړیکه
      • زمونږ سره اړیکه
      • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
    • خپرونې
      • د رسنیو سره اړیکې
      • خپرونې
      • خبرونه
    • جـوازونـه
      • چاپیریالی جواز
      • د ښکار جواز
    • قوانین
      • قوانین او مقررات
      • تګلارې او ستراتیژۍ
      • لارښوونې
    • زموږ په اړه
      • د سازمانی چارت
      • ژوندلیک
      • پیښې
      • داوطلبۍ
      • نرخ اخستل
      • دندې
    • چاپيریال
      • نړیوالې اړیکې
        • MEAS
        • شریکانو
      • د اقلیم بدلون
        • د پروژې څارنه
        • راپورونه
      • نظارت او تفتیش
        • د اوبو کیفیت
        • د هوا ککړتیا
        • د زبالو مدیریت
      • تلپاتې پراختیا
        • د جواز ورکول
          • لارښونی
      • طبیعي میراثونه
    • کورپاڼه
logo
  1. خبرونه
  2. کور پاڼه

وروستی

په کونړ او کندهار کې سلګونو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه پوهاوی ورکړل شو
په ننګرهار کې د رونا معدن شرکت د نفرایټ ډبرو د استخراج له ساحې څخه بیاځلي چاپېریالي ارزونه ترسره شوه
کونړ کې د یخچالونو او ایرکنډیشنونو د ترمیم له ورکشاپونو څخه نظارت وشو
لغمان کې د عمریه دارالعلوم ۲۰۰ طالب العلمانو ته د چاپېریالي موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې ۵۰ وزره بېلابېل مرغان د ښکاریانو له منګولو خلاص او ازاد شول
سلګونو زده‌کوونکو ته د چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
پکتیکا کې د ښار د پاکولو په موخه عمومي حشر ترسره شو
د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د قطر له سفیر سره ولیدل
د چاپېریالي مسایلو په هکله سلګونو طالب العلمانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو
د چاپېریال او اقلیمي بدلون په تړاو کورنیو مؤسسو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

اړوند لینکونه

  • United Nations Environment Programme
  • Kabul Municipality
  • Climate Change-adaptation UNDP
  • Environmental-Health WHO

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئيس د آذربایجان له سفیر سره وکتل

slider-image

١٤٤۸کال د صفرالمظفر ۲۲مه/ کابل

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس الحاج مولوي مطیع‌الحق خالص د خپلو لیدنو کتنو په لړ کې نن پنج شنبه د ۱۴۰۵کال د زمري میاشتې په ۱۵مه نېټه، افغانستان کې د آذربایجان له سفیر ښاغلي الهام محمدوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې د هېواد د چاپېریالي وضعیت د خوندیتوب، سېمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا، د تجاربو د انتقال، نړیوالو کنفرانسونو او غونډو کې د افغانستان د ګډون،  اهمو چاپېریالي موضوعاتو او اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په هکله هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رئیس د آذربایجان هېواد له دوامدارو همکاریو او دیپلوماتیکو هڅو قدرداني او مننه وکړه. نوموړي وویل که څه هم افغانستان COP-30 نړۍ وال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د آذربایجان هېواد ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او اسلامي امارت یې له هلوځلو مننه کوي.

عمومي رئیس په خپلو خبرو کې وویل چې اقلیمي بدلون بشري مسئله ده؛ خو له بده مرغه نړۍوال کوښښ کوي چې دا موضوع سیاسي کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې چاپېریالي او اقلیمي موضوعات باید له سیاست څخه جلا او افغانستان په نړۍواله ټولنه کې مدغم شي.

ښاغلي خالص همداراز د اقلیمي بدلون نړۍوال کنفرانس (COP_31) چې ټاکل شوې په ترکیه کې ترسره شي؛ د آذربایجان له سفیر څخه وغوښتل چې د ترکیې له حکومت، د UNFCCC له سکرتریت او نورو اړوندو نړیوالو ارګانونو سره همغږي وکړي؛ ترڅو د افغانستان رسمي ګډون ته زمینه برابره شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان ګډون د سیمې د اقلیمي ننګونو د ګډ مدیریت لپاره یو عملي ضرورت دی.

عمومي رئیس له سفیر غوښتنه وکړه چې د ظرفیت لوړونې، مؤثرو تجربو شریکولو، چاپېریالي تجهیزاتو د انتقال، ښاري پراختیا او انکشاف پایدار په برخو کې دې د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د آذربایجان سفیر ښاغلي الهام محمدوف له عمومي رئیس مننه وکړه او د افغانستان او آذربایجان اړیکې یې دوستانه او نه شلېدونکې وبللې، نوموړي وویل: اذربایجان او افغانستان له پخوا وروڼه هېوادونه دي او زموږ تر منځ به همکارۍ دوامداره وي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د ذکر موضوعاتو د حل او غوښتنو د پوره کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.

Aug 9, 2026

د چاپیریال ساتنی ملي اداره


: کاری ساعتونه

له شنبې څخه تر پنجشنبې پورې : د سهار له:۸ څخه تر :۴ بجو پورې

پنجشنبې : د سهار له ۸:۳۰ څخه تر ۱:۳۰ بجو پورې


په ټولنیزو رسنیو کې مونږ وڅاروئ



مونږ سره اړیکه



  • د چاپیریال ساتنی ملي اداره، شپږمه ناحیه
  • د دارالامان سرک٫ د مکتب کوڅه
  • کابل - افغانستان
  • ټیلیفون: ۸۰۵۵۳۰-۷۰۴  ۹۳+
  • بریښنالیک: info@nepa.gov.af
  • ګوګل لارښود

اړوند لینکونه



  • د وظائفو د مدیریت سیستم
  • داقلیم بدلون ملی معلوماتی سیستم
  • ایمیل
  • د چاپیریال ساتنی ملی معلوماتی سیستم
  • د هوا ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان
  • د کابل د هوا ککړتیا کمولو ، مخنیوي او اداره کولو لپاره کاري پلان
  • د چاپیریالي شکایتونو فورمه
  • د شرکتونو د ثبت فورمه
  • کلنۍ راپور ۱۳۹۸
  • د امر بالمعروف او نهي عن المنکراو شکایاتو اوریدلو وزارت

Copyright © NEPA,  2019 - 2021